سليمان لايق

14 DEC 2017




کاروان پوهنتون د سليمان لايق کوربه و  وياړلی و ټولمنلی محقق او ملي - انقلابي شاعر اکاډميسين سليمان لايق د لسګونو سياستوالو، فرهنګپالو او شاعرانو و اديبانو له لورې ولمانځل شو. دغه ادبي و هنري غونډه تېره پنجشنبه ۱۳۹۶/۹/۲۳ نېټه په کاروان پوهنتون کې، د همدې پوهنتون د موسيسنو او مسولينو له لورې جوړه شوي وه. ياده غونډه د رحيم خان شيدا په وياندويۍ او د کاروان پوهنتون د ادارې و مالې معاون حشمت الله نوري په پرانستونکې وينا سره پېل شوه؛

 د غونډې ګډونوالو ته د قومونو او قبايلو وزارت معين څېړنوال عبدالغفور لېوال، د اطلاعات و فرهنګ وزير پوهاند محمد رسول باوري، د ملي راډيو ټلويزون رئيس زرين انځور، ډاکتر لطيف بهاند، استاد امان الله هوسا، محمديار – يار او ډاکتر نعيم افضلي، د ښاغلي سليمان لايق د ادبي و هنري هڅو په اړه مقالي ولوستلي او ويناوې يې وکړي؛ همدارنګه کوچنۍ زينب هم د ښاغلي لايق صاحب ترانه ( دا وطن ودان وطن) ولوستله. د غونډې په ورستيو کې ښاغلي سليمان لايق د وينا تر څنګ، خپل شعرونه واورول او د کاروان پوهنتون له مسولينو او ګډون کوونکو څخه يې مننه وکړه. د غونډې په پای کې د کاروان پوهنتون، د مؤسس ښاغلي سيدجاويد انديش، له لورې سليمان لايق ته ايوارډ هم ورکړل شو

. راپور: د کاروان پوهنتون فرهنګي کومېټه کابل – افغانستان

 

Share on :     Facebook Twitter Google LinkedIn
Partners:


CONTACT US

KARWAN UNIVERSITY
END OF KABUL UNIVERSITY ROAD,
KABUL, AFGHANISTAN
+93786 000 177
+93786 000 277
info@karwan.edu.af

CONNECT

LIBRARY
Current Student
STAFF LOGIN
CERTIFICATE
VERIFICATION
LOCATION MAP